ترهګرو نن د ايران يو مشهور ساينسپوه ووژلو

ترهګرو نن د ايران يو مشهور ساينسپوه ووژلو


  • 4 کاله دمخه (28/11/2020)
  • خليل
  • 1242

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:«ترهګرو نن د ايران يو مشهور ساينسپوه ووژلو, او په دې اړه ښکاره شواهد دي چې پکې د اسراييل لاس لرل تاييدوي.»

‏ظريف پر نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول اروپایي اتحادیې باندې غږ کړی د ترهګری په اړه له دوه مخي توب تيره شي او دا عمل د دولتي ترهګرۍ په نامه وغندي.

‏محسن فخري زاده د ايران په دفاع وزارت کې د هستوي پروگرام برخې مشر و چې نن د تهران ښار په شمال کې د نامعلومو وسله والو لخوا په یو وسله وال بريد کې لومړی ټپي شو او بيا يې روغتون کې ساه ورکړه.