تېرو دوه کالو نږدې ۲۸ زره روږدي کسان راټول شوي

تېرو دوه کالو نږدې ۲۸ زره روږدي کسان راټول شوي


  • 10 مياشتي دمخه (25/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 382


دکابل امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې نژدې ۲۸ زره په نشو روږدي کسان د درمنلې لپاره ټول کړي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په تېرو دوو کلونو کې په کابل کې شاوخوا ۲۸ زره په نشو روږدي کسان راټول شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
خالد ځدران زیاتوي چې په نشه یي توکو روږدوکسانو ته چې درملنه یې  شوې، حرفوي زدکړې هم ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي‌ چې په افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو شمېر نژدې څلور میلیونو ته رسېږي چې د دغه هېواد د ټولو وګړو نژدې لس سلنه جوړوي.
په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته پر دغه ډول مرکزونو مرستې کمې شوې او یا بیخي بندې شوې دي چې له امله ناروغان ډېر اغېزمن شوي دي.