کرزي له ناروې سره د اړېکو پر پیاوړتیا او نورو مسائلو په اړه بحث کړی

کرزي له ناروې سره د اړېکو پر پیاوړتیا او نورو مسائلو په اړه بحث کړی


  • 2 کاله دمخه (21/05/2022)
  • سمسور
  • 814

سمسور (۳۱غویی۱۴۰۱) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د افغانستان لپاره د ناروې سفیر اولي انډریس لینډمن سره کتلي دي. 

حامد کرزي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې له اولي انډریس سره یې په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت، د نجونو پر زده کړو او کار ته د ښځو پر بېرته ستنېدو خبرې شوې او دواړو لوریو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانېستلو ټینګار وکړ. 

پخواني ولسمشر دغه راز په یاده لیدنه کې له افغانستان سره د ناروې له ترسره شویو مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړېکو پر پراختیا ټینګار کړی.

نوموړي تېره ورځ د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره هم کتلي و او د افغان محصلینو لپاره یې د لا ډېرو تحصیلي بورسونو غوښتنه کړې وه.