د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې هېواد یې په دوامداره توګه هڅه کوي څو په افغانستان کې د سولې او دوامداره پرمختګ لپاره نوښتونه پراخ کړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې احمد قربانوف د اسیا لپاره د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له مسوولې پاولا پامپولوني سره د سیمې امنیت او د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د قربانوف په وینا، افغانانو ته د بشري مرستو وړاندې کول هغه نوښتونه دي چې ترکمستان یې ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دې کتنه کې دواړو خواوو د ترکمنستان - افغانستان رېل پټلۍ جوړولو پروژې په ګډون د انرژۍ او ټرانسپورټي دهلیزونو د رامنځته کولو او د ځینو سترو زېربنایي پروژو په اړه هم خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.
دا مهال دواړه هېوادونه په څو لویو ګډو پروژو، لکه ټاپي او ټاپ، کار کوي.