امريکا او په افغانستان کې راتلونکی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نجیب زاخېلوال
  • 1131

کله چې په امریکا کې د اولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې کېدونکې وې،بارک اوباما د ننګونو ترسرليک خپل کمپاین پر مخ بوته، چې له ‌‌‌‌ډېرو خبرو سربېره يې دا خبره هم کوله که چېرې دی اولسمشر شي نو د عراق څخه به خپلې قواوې وباسي اوافغانستان ته به یې ليږي، تر څو په افغانستان کې القاعده او تروریزم وځپی، او افغانستان ته به زیاته پاملرنه کوي.

 
واک ته په رسېدو یې سم له واره په دې کار لاس پورې کړ، او د عراق څخه یې د قواو ویستل پیل کړل او همداراز یې د خپل حکومت څخه د افغانستان لپاره دنورو قواو دلېږولو اجازه واخیسته، چې په لمړیو کې یې د ۱۷۰۰۰ زره عسکرو د لېږلو پرېکړه وکړه، بارک اوباما له دې اجازې وروسته په یوې تلویزوني مرکه کې په ډاګه کړه چې: دا پوره یقین لري( دconvinced توری یې استعمال کړ)، چې د افغانستان مسـًـله د زور له لارې نشي حل کیدای مګر دا یو ناخوشایند حقیقت دی چې دغه فوځيان به په هغه سيمو کې امنیت کلک کړي چېرته چې شراچونکی او تروریستان پراته دي.
چې دغه ټکې نړیوال څېړونکي حیران کړي دي. چې د دومره قواوو د لېږلو سره سره بیا هم اوباما ولې یقیني نه دی!!!
ځینو څېړونکي لا وار پخوا افغانستان ته د اوباما ويتنام وا یي!!! 
همدا لامل دی چې اوباما ، کاري ډله او دهغه ګوندی ملګري ټولو هغه ننګوونو ته ځير دي،چې داوباما حکومت ورسره مخ دی، دوۍ په ټولو هاغه لارو، چارو غور کوي چې ورڅخه دبریالیتوب څرک لګیږي، او پایله یې هغه څه وي چې د امریکا د حکومت غوښتنه وي!
همدغه موخې ته د د رسېدو لپاره یې د فوځونو دلېږلو سربېره یې د افغانستان د جنګ لپاره د ځانګړي کاري ډلو جوړول او هم یې یو لړ ګمارنې وکړې، چې لمړی يې  هالبروک د افغانستان او جنوبي اســیا لپاره استازی وټاکه، هالبروک په ۱۹۹۰ز کال په اواخرو کې په بالقان او منځنۍ اسیا کې د لودیځ او امریکا د ګټو د پراختیا لپاره عمده رول لوبولی وو، او روسیه ته یې ډېرې ستونزې راپورته کړې.
لدې سربېره یې په افغانستان کې د امریکایي قواوو پخوانی قوماندان جنرال مکرنین پر ځای جنرال داوید پیترس چې پخوا تر دې په عراق کې د امریکایي قواوو قوماندان وو وټاکه، جنرال پیترس په عراق کې ډېرې لاسته راوړنې لري یانې په عراق کې د ځانمرګي بريدونوراکمول، د تروریستي اډوله مېنځه وړل او په عراق کې یې  ټولټاکنوپر مهال امنیت کلک ساتل او ټولټاکنې پرته له کوم ګواښ هاغسې سرته رسوول څنګه یې چې ارزو کېدله. چې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس د نوموړي په اړه وايي: د یو غوره پوځي قوماندان په توګه  هغه وتوانيد چي په عراق کي زمونږ غليم ته سخت ګزار ورکړي.
ویل کیږي چې جنرال پیترس په عراق کې د خپل ماموریت په اتلس میاشتنۍ دوره کې تروریستي پېښې اتیا په سلو (۸۰٪) کې راکمې کړې.
ځکه امریکا او د هغه د ملګرو دارومدار او نړیوالو ته د ځواب یوازینۍ هيله د ټولټاکنو په ښه شان سرته رسول، او دهغې آمنیت دی. چې د جنرال پیترس په مشرۍ به دغه نوې ځانګړې قواووې کوښښ وکړي چې ټولې هغه لارې چارې په کار واچوي، چې د تروریستانو، طالبانو او د القاعده هغه ګواښ له مینځه یوسي چې ټولټاکنې ورسره مخ دي.


او هم به دامریکایي عسکرو د مړینې کچه راکمه کړي، ځکه تردا مهاله په افغانستان کې ۶۹۶ عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی، چې دا شمېره د امریکا لپاره نه جبرانیدونکی ده، او بل اړخ ته به کوښښ وکړي چې په بمباریو کې د ملکي خلکو د وژنې مخه ونیسي، د ملګروملتونو د راپور له مخې ۲۰۰۰ تنه وژل شوي چې ۴۰٪ یې ملکي وګړي دي، چې د نیم نه زیاتو یې خپل ژوند په هوآیي بریدونو کې له لاسه ورکړی دی.
چې پدې سره د خلکو په مینځ د امریکا په ضد نفرت رازيږېدلی، چې دا کار د طالبانو او تروریستانو په ګټه تمامیږي، چې ددې کار په مخنیوي سره به بېرته هغه واټن کم شي چې د خلکو او امریکا ترمینځ پیدا شوي دي. نو د شننونکو په آند دغه ځانګړي قواوې د عملیاتو د ښه سرته رسولوپه خاطر ډېر ارزښت لري، ددغه ځانګړو قواو ۸۰۰۰ کسیزه ډله د (Marine Expeditionary Brigade) لښکر پورې تعلق لري، چې دوۍ به د کابل او د کابل د جنوبي پولو ساتنه کوي، چې نوموړې ډ‌‌له په بغداد او خواوشاه سيمو کې پوره بریالیتوبونه او لاسته راوړنې لري، ځکه په دې وروستیو کې د کابل دننه تروریستي بريدونو امریکا، ناټو او افغان دولت سخت د فشار لاندې راوستی ؤو. دغه عسکر به په یوه میاشت کې کابل ته ورسیږي او ددغسې احتمالي بریدونو مخه به ونیسي او طالبان به پرېنږدي چې د کابل دننه آمنیت ته ګواښ شي.
دویمه ۴۰۰۰ کسیزه ډله د(5_ Striker Brigade)  به د جولایې میاشت تر اخره پورې افغانستان ته ورسیږي، چې په آګست کې ټاکنې کېدونکې دي چې دوۍ به د (Marine) قواو سره یو ځای طالبان او تروریستي ډلې شاه تګ ته اړ باسي، نوموړي عسکر یو ډول ځانګړي جنګي موټر چې دStriker Armored
 Vehicleپه نوم یادیږي. چې په ښاري جګړه او وسله واله نښته  ( (Urban warfare کې  ګټور تمامیږي او د برق په څېر سرعت لري، لرونکي د هرراز پرمختللي تکنالوژۍ او مخابروي اسانتیاوو دي، د ځان سره لري.
دغه محاربوي ماشینونو په عراق کې ښه پایلې درلودې چې د ناڅاپي بریدکوونکو په رالاندې کولو، د پټو کسانو په پیدا کولو کې اغېزمن ثابت شوي وو، په پام کې ده چې په افغانستان کې ترې هم ورته ګټه واخیستل شي.
آخرې۳۰۰۰ زره کسیزه ‌ډله د دوه اتیایم هوایي کنډک ( 82_ Air Borne   (Division هوایي ځواک جوړوي، چې دغه ځواک د خپل ځان سره د پرمختللې نړۍ نوموتې چورلکې لکه آپاچي (Apache) بلیک هاک (Black Hawk) او چینوک (Chinook)، چې دغه چورلکې په هر ‌ډول خرابو هوايي حالاتو کې لکه باد، باران، طوفان، واوره او شپه کې عملیات سرته رسولی شي. ددې هوايي ځواک بله ځانګړتیا پدې کې ده چې د پولې دواړه خواوو ته د طالبانو او القاعده پسې د تللو او دهغوۍ د نښه کولو اجازه لري، دا چې طالبان او القاعده خو نه سټنګر او نه بله کومه پرمختللې وسله لري چې ددغه الوتکو مقابله وکړي نو طالبان به پدې سره څه سرګردان شي.
خو د ا چې د افغانستان ستراتیژي هم باید له پامه ونه غورځول شي٠ چې د عراق سره جوت توپير لري، يانې نه خو اواره شګلنه زمکه او نه خو ستر، ستر ښارونه او اسمانڅکي بلډینګونه لري، غرنی هېواد دی چې ګوته په شمار ښارونه لري، زياتره خلک يې په کليو او بانډو کې ژوند کوي، چې نسبتا په ټول افغانستان کې د زورواکانو ، جنګسالارانو ، تروریستانو او طالبانو ځاي حکومتونه دي، مرکزي حکومت هېڅ کوم واک نلري او په زیاتره ولسواليو کې يا خو حکومت د جنګسالارانو په لاس کې دي او يا د والسوالیو واک يوازې دوالسوالۍ تر تعمیر محدود دی٠
د زیاتره نظامي شننونکو په اند پدغسې يوهېواد کې به دغه ځانګړې قواوې د عراق په څېر لاسته راوړنې ونلري ځکه دلته خلک هم دمرکزي دولت څخه ګېلمن دي اوهم د طالبانو له وېرې نشې کولی چې دولت سره همکاري وکړي او د مرکزي حکومت قوانینو ته غاړه کیږدي.
نو د ورته ‌ډېرو لاملونو په نظر کې نیولو سره سیاست پوهان پدې آند دي چې پرته د بنسټیز پرمختګ ( د غربت او بېکارۍ د مینځه وړل) څخه د زیاتو قواو لیږل به امریکا ته د مالي او ځاني تاوان پرته لکه د روسي په څېر نور هېڅ ونلري. خو امریکا پلان لري چې د حکومت واګي یوازې په ښارونو کې کلک کړي او کلیوالې سیمې له پامه وغورځوي، یانې په کلیو کې به واک  د جنګي قوماندانانو او زورواکانو ‌ډلو ته په لاس کې ورکړي. چې ددوۍ په آند به دغې ډلې خپلې سیمې دې د خپلو جنګیالو پواسطه (ددوۍ په آند قومي لښکر یا اربکي) له طالبانو او القاعده څخه پاکي کړي، چې لا وار د مخه جنرال پیترس په یوه مرکه کې ویلي وو چې : افغانان باید خپله طالبانو او القاعده سره وجنګیږي او هره سیمه باید خپل قومي لښکر ولري.
ځکه نوموړي ورته فارمول په عراق کې پلي کړی، چې په ښارونو کې د حکومت واګي کلکې دي، او د ښار دباندې ځايي حکومتونه ( کرد، فارس، عرب، سني، شیعه) واک لري، او مرکزي حکومت د جنګ نه په امن کې دی. غواړي چې د عراق په څېر دلته هم وښايي چې وضعه د ښه کېدو خوا ته روانه ده، او د افغانستان څخه د وتلو جواز پیدا کړي.
چې ددغسې ځايي حکومتونو په جوړولو سي ايې ای (CIA) غواړي بله نخچه عملي کړي چې هغه ددغسي قومیزه جنګونو په پایله تر ۲۰۲۵ز پورې پاکستان او په سیمه کې نښه شوي زمکې تجزیه کړي او ځاي نور حکومتونه ( کردستان، بلوچستان، پښتونستان) رامینځ ته کړي.
د طالبانو او القاعده پر ضد جنګ، د قومي آزادۍ جنګ ته د بدلولو په لور هڅه روانه ده او دېته ډیر کار شوی، ځکه امریکا غواړي دغه روان جنګ ته د پاي ټکی کیږدي نو یو اړخ ته به نړۍ ته خپل بریالیتوب وښايي او بل اړخ ته به ددغه سیمې هغه لږکیو ته چې آزادي غواړي خپله همدردي وښايي.