د امریکا دفاع وزارت وايي، چې د عراق په سرحدي سیمو کې او همدا رنګه سوریه کې مو پر هغو وسله والو بریدونه کړي، چې د ایران ملاتړ ورسره دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي دغه بریدونه د جو بایډن په لارښوونه شوي دي.
امریکا وايي له دې بریدونو مو هدف ددغو ډلو د مرکزونو ویجاړول او امریکا پر قرار ګاه د برید غچ اخیستل و.
پنټاګون وايي، چې په دغو بریدونو کې د ایران پلوه وسله والو مرکزونه ویجاړ شوي دي.