په ترکيه او سوريه کې د سهارنۍ زلزلې د مړو شمېر ۳۰۰ کسانو ته پورته شو

په ترکيه او سوريه کې د سهارنۍ زلزلې د مړو شمېر ۳۰۰ کسانو ته پورته شو


  • 1 کال دمخه (06/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 560

سمسور نیوز (۱۷سلواغه۱۴۰۱) د راپورونو له مخې، چې په ترکیه او سوریه کې د نن سهار زلزلې شااوخوا ۳۰۰ کسان وژلي او په سلګونو نور ژوبل کړي دي. 

د رويټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، د ودانيو تر ويجاړيو لاندې د پاتې خلکو د ژغورنې لپاره عمليات روان دي. 

دا زلزله نن سهار په تياره کې وشوه، چې په قبرس او لبنان کې هم احساس شوې ده.

د امريکا د جيولوجيکي سروې د ادارې د خبر له مخې، چې د دې زلزلې مرکز له نورداغي ښار څخه ۲۳ کيلوميټره لېرې په ځمکه کې ۲۴.۱ کيلوميټره لاندې و.

د ترکيې د طبيعي پېښو ادارې اعلان کړی دی، چې په دې زلزله کې ۷۶ کسان وژل شوي او ۲۴۰ نور ژوبل دي.

د سوريې روغتيا وزارت په خپلو وروستيو شمېرو کې ويلي، چې د دې هيواد په حلب، لاذقيه، حماه او طرطوس ښارونو کې ۲۳۷ نفر وژل شوي او تر ۶۰۰ زيات ژوبل دي.

وېره ښودل شوې، چې ښايي په راتلونکو ساعتونو کې د مړو شمېر نور هم زيات شي.