- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- نجیب منلی
- 1200
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېري جمعې ورځې راهیسي پر پاکستاني ورځپاڼو بندیز لګولی دی. افغان حکومت دا پرېکړه په دې پلمه کړې ده چې ګواکې پاکستاني ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي او د وسله والو مخالفینو د پروپاګنډې له پاره زمینه مساعدوي.
همدا څو ورځې مخکې چې د یو امریکایي افراطي له خوا اسلام ضد ویډیویي فلم پر لیکه شوی و، د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي تکنالوژۍ وزارت پر يوټيوب، ګوګل او جي – مېل باندې هم محدودیتونه وضع کړي وو.
دا دواړه پېښې که له تخنیکي پلوه سره ورته دي، دواړه مالوماتو ته د افغانانو د لاسرسي پر اساسي حقونو بلوسېدل بلل کېدای شي خو د رسنیو د ازادۍ د ارزښتونو په رڼا کې په یو ډول نه شي ارزول کېدای.
د افغانستان حکومت په حقه ادعا کوي چې تر ټولو لویه لاسته راوړنه یې د مطبوعاتو ازادي ده. سره له دې چې افغاني مطبوعات لا تر اوسه، د خپلې لنډې او ناکاملې تجربې له امله، ګڼې خامۍ لري، په هېواد کې د زور خاوندان (په حکومت کې دننه او له حکومته دباندې) د مطبوعاتو د ازادۍ پر وړاندې کافي زغم نه لري او ستونزې ورته جوړوي، افغان مطبوعات له ډېر ازاد چاپېریال څخه برخمن دي. د اسیا په کچه، د مطبوعاتو د ازادۍ پر بنسټ افغانستان په دریم یا څلورم مقام کې راځي : په هند او جاپان کې د مطبوعاتو ازادي یو منل شوی حقیقت دی، په اسراییلو کې که مطبوعات ازاد هم دي د هغه ځای عرب وګړي له دې ازادۍ محروم دي. پاتې شو افغانستان چې، له ستونزو سره سره، مطبوعات په کې، ان د بې بندوبارۍ تر کچې، پوره ازادي لري.
پاکستانۍ ورځپاڼې ، مجلې او الکترونیکي رسنۍ، ښې دي که بدې، ښکاره ده چې پاکستانۍ دي. هر افغان چې دا مطبوعات لولي او ویني پوهېږي چې اوبه یې څومره خړې دي. که دا رسنۍ بندې هم شي، دا به تر کومه حده د منلو وړ وي چې د مخالفینو د پروپاګنډې مخه نیول شوې ده؟ په افغانستان کې د چاپي رسنیو د نفوذ کچه څومره ده؟ په هېواد کې څومره وګړي ورځپاڼو او مجلو ته لاسرسی لري او په دې شمېره کې بیا پاکستانۍ ورځپاڼي کومه سلنه جوړوي؟ دې پوښتنو ته که هر څومره په ناغېړۍ هم ځواب وویل شي، دا جوته ده چې د افغانستان د حکومت دغه اقدام د افغانانو د امنیت په ښه کولو کې هېڅ اغیز نه لري. د افغان حکومت وسله وال مخالفین په ازاده توګه کولای شي چې خپل هر ډول تبلیغات د کورنیو رسنیو له لارې وکړي او په دې برخه کې به ورسره یو شمیر حکومتي چارواکي هم د زړه له خلاصه همکاري ولري. هغه نور ارتباطي وسایل چې د مخالفینو په واک کې دي او حکومت یې د بندولو واک هم نه لري، هغه خو لا پر ځای پرېږده.
په داسې شرایطو کې، د یو هېواد پر رسنیو بندیز لګول، پرته له دې چې د دغه هېواد حکومت ته د بې ځایه او بې منطقه زور ښوولو هڅه و بلل شي بل شي نه شي کېدای.
د پاکستان حکومت، کله نا کله، پر افغاني رسنیو بندیزونه لګوي او موږ تل د هغوی دغه ډول اقدامات غندلي دي. که د هغوی دا ډول اقدامات د غندنې وړ وي نو زموږ ورته اقدامات به څنګه توجیه کړو؟ هغوی خو به یوه پلمه ولري چې ګواکې مطبوعات یې، لکه څنګه چې ښایي، ازاد هم نه دي، خو موږ خو بیا ځان په دې ډګر کې قهرمان هم بولو!
په مقابل کې، د یوې لنډې مودې له پاره د هغو سایټونو بندول چې محتوا یې په آني او فوري ډول د هېواد امنیتي حالات و یجاړولای شي یوه معقوله چاره ده.
مطبوعات چې ازادي یې د اساسي قانون پر بنسټ تامین شوې ده، مسوولیتونه هم لري. دغه مسوولیتونه د قانون په چوکاټ کې او د منل شویو اخلاقي اصولو په رڼا کې ټاکل کېږي او دا تمه کېدای شي چې رسنۍ ورته په داوطلبانه ډول غاړه کښېږدي. که چېرې رسنۍ خپل مسوولیت و نه مني بیا ټولنه کولای شي چې د قانون له لارې خپلې لوړې ګټې خوندي کړي. پرته له دغه یواځیني حالته، د مطبوعاتو پر ازادۍ او مالوماتو ته د خلکو پر لاسرسي د هر ډول محدودیت لګول یو بې ګټې، تاواني او ناقانونه کار دی. دا کار که هرڅوک کوي باید چې و غندل شي.
موږ هغه وخت ځان ازاد بللای شو چې د نورو ازادۍ ته هم په درنه سترګه وګورو.