لومړی دا چې له دې حالت نه د تيښتې په لټه کې وي. ترې وځي او حالت همداسې پرېږدي. د دې عکس العمل په پایله کې د مهاجرت کچه بیخي لوړېږي.
دوهم دا چې ټوپک راخلي او په متشددې مبارزې لاس پورې کوي. د دې بریالي کېدل اکثریت وخت ستونزمن وي. پوهان یې څو مهم دلایل بیانوي:
1: د متشددې مبارزې لپاره د خلکو منسجم کول ستونزمن کار دی. خلک دومره په اسانه فزیکي ګواښ ته غاړه نه ږدي.
2: په نړیواله او سیمه ییزه کچه د دې مبارزې ملاتړي کم یا بیخي په نشت وي.
3: حکومتونه کولی شي چې دا ډول مبارزین د “باغیانو” په نوم ژر چوپ او له منځه یوسي. حکومتونه په اسانۍ د دوی د وژلو توجیه موندلی شي.
4: متشدده مبارزه بېرته ساختاري تشدد ته لار پرانېزي. په بله مانا د دې مبارزې په پای کې انسان عدالت او ولسواکۍ ته نشي رسېدلی، بلکې بېرته یو بل تشدد ته لار هواروي.
5: هر څوک پکې ګډون نشي کولی. مثلا زاړه، معیوبین، او ښځې عموما ګډونوالې نه وي. ټول ګډونوال یې باید په فزیکي لحاظ روغ او تکیه وي.
ډېر نور دلایل هم شته چې متشدد مبارزه اکثریت وخت نه بریالۍ کېږي او که شي هم د دې چانس ډېر زیات دی چې بل جنګ پیل شي.
دریم ډول د عکس العمل د عدم تشدد مبارزه ده. دا ډول یې اکثریت پيښو کې بریالۍ شوې. عدم تشدد مظاهرې، بایکاټ، اعتراض، اعتصاب، لاریون، او د شته قوانینو نه مراعتول او ځینې نور میتدونه دي چې هر څوک پکې ګډون کولی شي. عموما د دې مبارز له بریا وروسته د ولسواکۍ کچه لوړېږي، او د دې ډېر کم چانس وي چې هیوادونه بیا جنګ ته ستانه شي.
په افغانستان کې چې کله هم ظلم او زیاتی د واکمن لخوا شوی د لومړۍ او دوهمې بڼې (مهاجرت او جنګ) عکس العمل ښودل شوی. موږ کله هم د رښتونې مدني مبارزې تجربه نلرو. مثلا دا اوس د یونسف د څېړنو په اساس دوه میلیونه نجونې په کور ناستې دي. ښوونځي یې تړلي. د دې دوه میلیونو څلور میلیونه یوازې مور او پلار دي، او نور د کورنۍ غړي یې لا هېڅ مه شمېرئ. که دا شپږ میلیونه خلک پرلت ووهي، سړکونو ته راووځي، ته وا بیا به هم مکتب بند ووینئ؟
همداسې یې په ټولو نورو مواردو کې درواخلئ.
#افغانستان