د هېواد په لس ولایتونو کې؛ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د هېواد په لس ولایتونو کې؛ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو


  • 10 مياشتي دمخه (04/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 230

له پولیو څخه د پاک افغانستان موسسې ویلي چې نن دوشنبه به د هېواد په ۱۰ ولایتونو او یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق لپاره څلور ورځنی کمپاین پیل شي.

یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغو ولایتونو کې کاپیسا، پروان، اروزګان، زابل، هلمند، غزني، خوست، هرات، فراه او کندهار شامل دي.

 د یادونې ده چې په دغو لسو ولایتونو کې د واورو او باران له امله د واکسین کمپاین ځنډول شوی وو.

 دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې پولیو پکې صفر ته نه ده رسیدلې.

 سږ کال تر اوسه په هېواد کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

 د یادونې ده چې تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.