د امریکا دفاع وزیر: د افغان ځواکونو قرباني د ستایلو ده.
ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
ارګ څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړي.
سرچينه زیاتوي، چې د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یې ستایلي ویلي، د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي. دواړو خواو همدا راز په دې ټېنګار کړی چې د سولې له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.