د سالنگ لار؛ یو وار بیا د درنو واورو ورېدو له کبله وتړل شوه

د سالنگ لار؛ یو وار بیا د درنو واورو ورېدو له کبله وتړل شوه


  • 9 مياشتي دمخه (29/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 292

د سالنګ لار یو وار بیا د درنې واورې او تېزو ورښتونو له کبله  تېره شپه لس بجې د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.
د ټولګټو چارو وزارت پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په سالنګونو کې د واورې، په شمالي سالنګ کې د طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له کبله یې یاده لاره تړلې ده.

یادې ادارې له موټر چلوونکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغې لارې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې ده، چې د سالنګ لار درې ورځې وړاندې هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه؛ چې نن سهار بېرته پرانېستل شوه، خو اوس یو وار بیا د واور او ورښتونو له کبله تړل شوې ده.