ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی.

ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی.


  • 3 کاله دمخه (29/11/2021)
  • عارف سمیر
  • 913

 

د راپورونو له مخې د اسیايي هېوادونو ولسمشرانو په ترکمنستان کې په یوه ګډ کنفرانس کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي او ټینګار یې کړی چې نړیوال باید د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

 

په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی و.

 

 د ایران ولسمشر ویلي چې  افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او دوی تر خپلې وسې له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.

 

 ترکیه بیا وایي چې له افغانستان د کډوالو ور روانې څپې اندېښمن کړي دي او تمه لري چې نړیوال له افغانستان سره مرسته وکړي او په دې توګه د کډوالۍ روانه څپه ودروي.

 

د یادونې ده چې تېره ورځ متحده عربي اماراتو له کندهار ولایت سره د ۲۲۸ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

 

 د راپورونو له مخې، عربي اماراتو ویلي چې دغه مرسته یې یوازې کندهار سره کړې ده خو ژمنه یې کړې چې په راتلونکي کې به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. 

 

د کندهار والي محمد یوسف وفا ویلي چې په دغه مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، درمل او کمپلې شاملې دي چې د ځایي چارواکو په لارښونه به اړمنو کورنیو او دولتي مامورینو ته ووېشل شي.