سرپرست حکومت: په هلو ځلو مو له ګوانتانامو زندانه یو افغان راخوشې شو

سرپرست حکومت: په هلو ځلو مو له ګوانتانامو زندانه یو افغان راخوشې شو


  • 2 کاله دمخه (24/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 858

سمسور (۳چنګاښ۱۴۰۱) د افغانستان سرپرست حکومت وایي، له ګوانتانامو زندان څخه د اسدالله هارون په نامه یو تن افغان خوشې او دوی ته سپارل شوی دی. 

د سرپرست مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې اسدالله هارون د دوی د حکومت په هڅو او هلو ځلو او له امریکا سره د مخامخ او مثبت تعامل په پایله کې له ګوانتانامو زندان څخه را خوشې شوی دی.

د نوموړي د مالوماتو له‌مخې، چې اوس‌مهال یواځې یو افغان په ګوانتانامو زندان کې پاتې دی. 

هغه زیاتوي، چې د دوی حکومت په نورو هېوادونو کې د بندي شویو افغانانو راخوشې کول او د هغو پوښتنه کول خپله وجیبه ګڼي او هڅه کوي، چې هېڅ افغان هم په نورو هېوادونو کې د مظلومیت په حال کې پاتې نه شي.