افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې ۲۹ تنه پر سوري زړه ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه ماشومان یې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې اوو کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او د درملنې او عملیاتونو ټول به یې د سرې میاشتې له لورې تادیه شي.
دا ماشومان داسې مهال د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي، چې دوې ورځې وړاندې ۲۴ تنه پر دغه ناروغۍ اخته ماشومان په کابل کې شپږو روغتونونو ته وروپېژندل؛ ترڅو درملنه یې وشي.