ننګرهار کې څلور تنه د يو سوداګر د تښتونې په تور نيول شوي

ننګرهار کې څلور تنه د يو سوداګر د تښتونې په تور نيول شوي


  • 3 کاله دمخه (22/10/2020)
  • عمران دانش
  • 1242

ننګرهار کې پولیسو د یو ملي سوداګر د تښتوونې په تور ۴ تنه انسان تښتوونکي ونیول .

چارواکي وایي،د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د سید قیوم پاچا په مشرۍ د انسان تښتوونکو څلور کسیز ګروپ په داسې حال کې نیولی چې عملاً یې د یو تن سوداګر د تښتوونې پلان درلود .

د مسوولينو په وينا، نيول شويو کسانو کې د سيد قيوم پاچا په مشرۍ عزت الله او اکرام الله د بټي کوټ او ګل محمد د سره رود ولسوالۍ اوسيدونکي دي، چې په جلال اباد ښار او د تورخم لويې لارې په اوږدو کې به يې سوداګر او صرافان تښتول او بيا به يې د کورنۍ له غړو د خلاصون په بدل کې د پیسو غوښتنه کوله.