ملګري ملتونه: د ایران د نوي ولسمشر بشر ضد جنایتونه دې و څېړل شي

ملګري ملتونه: د ایران د نوي ولسمشر بشر ضد جنایتونه دې و څېړل شي


  • 3 کاله دمخه (30/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1244

د ایران لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې څانګه وایي، چې د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي بشر ضد جنایتونه دې و څېړل شي.

یاده څانګه وایي ابراهیم رئیسي د ۱۳۶۷ کال په سیاسي اعدامونو کې لاس لري؛ نو په دې توګه یې بشري قوانین نقض کړي دي.

د ایران لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې څانګه زیاتوي، چې نړیوال بنسټونه او ملګري ملتونه دې د رئیسي په اړه د شته تورونو پلټنه وکړي او خپله پرېکړه دې روښانه کړي.

ابراهیم رئیسي بیا له دې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دغه اعدامونه یې د ایرانیانو د خوندیتوب لپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو دې څانګې ویلي، د ابراهیم رئیسي په اړه کره اسناد لري، چې په بشر ضد جنایتونو کې ښکېل دی.