ستانکزی: له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني دی

ستانکزی: له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني دی


  • 1 کال دمخه (19/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 394

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیر پال کلومن بکر سره په کتنه کې ویلي چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند غیر انساني او د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

په ورته مهال بکر هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو اندېښنه څرګنده کړې ده.

بل لورته تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو پلان عملي نه کړي.

دوی یو وار بیا په پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې په دغه هېواد کې مېشتو کډوالو ته د پاتې کېدو مهلت ورکړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې دوی به د کډوالو په اېستلو کې نرمښت ونه کړي.