د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په تړاو د روسیې په پلازمېنه مسکو کې وروستۍ ناسته مهمه بللې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري، په اسلام اباد کې د یوه کنفرانس پر مهال ویلي، له سولې پرته زموږ، د افغانستان د خلکو او سیمې اتصال، اقتصادي پرمختګ او سوکالي په واقعيت نه شي بدلېدای.
نوموړي همدا رنګه ویلي، پاکستان افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي او غواړي چې په دې هېواد کې جګړې پای ومومي.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان په ګډون ټول لوري افغانستان کې د اوربند غوښتونکي دي ځکه چې په دې هېواد کې سوله د ټولو په ګټه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند، داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دمخه یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په ټیلفوني خبرو کې د افغان سولې پروسې، د مسکو ناستې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه کړې دي.