نامعلومو وسله والو د بلوچستان ایالت په کېچ ولسوالۍ کې څلور پاکستاني پوځیان وژلي.
د پاکستان له پوځ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید له ایران سره د دغه هېواد پولې ته نږدې د یو شمېر وسله والو کسانو له لوري هغه وخت شوی چې د دوی سرتیري پر ګزمه بوخت وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ترهګریز برید د ایران د خاورې له لوري د دوی پر سرتېرو شوی دی.
لاهم د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
بل لورته ایراني چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې ډېری وخت دا ډول بریدونه د بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې له لوري ترسره کېږي.