د را، در، ور اشارې

د را، در، ور اشارې


  • 3 کاله دمخه (27/02/2021)
  • ژباړن: اجمل ښکلى
  • 1923

يادونه: د را، در، ور په اړه راته دا خبرې نوې ښکاره شوې، ځکه يې درسره شريکوم. دا د (را، در، ور اشارې) په سرليک (د پښتو او د ګړدودونو تشريحي ګرامر يې) په اوومه برخه کې راغلې. دا کتاب په انګليسي Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects نومېږي، چې Anne Boyle David  ليکلى او د څو ايډيټرانو تر کتلو وروسته په ۲۰۱۴ کې ميريلينډ پوهنتون خپور کړى. دا کتاب د پښتو توصيفي ګرامر دى او د پښتو په اړه ډېرې داسې نوې خبرې لري، چې پخپله په پښتو ګرامرونو کې يې نشو موندلاى. کاش خداى پاک زما په ګډون يو چا ته همت ورکړي، چې پښتو ته يې راوژباړه.

پښتو درې داسې اشاري مورفيمونه لري، چې د مانا او بڼې له پلوه يو بل ته نېژدې دي. دا درېواړې اشارې زياتره پوهان تر يوه څپر لاندې مطالعه کوي او زياتره ورته نومځريز مختاړي(پنزل، ۱۹۵۵: ۸۷-۸۸)، سمتي نومځري(شفيو ۱۹۶۴: ۳۳ او ببرکزى ۱۹۹۹: ۳۳)، سمتي وييکي(لورينز ۱۹۸۲: ۶۶- Richtungspartikels – او Skjarv ۱۹۸۹: ۳۹۳)، خپلواک نومځريز وييکي( هيسټن، ۱۹۹۲: ۱۵۷۴) او فعلي کليتيکونه(روبيرتس، ۲۰۰۰: ۱۰۵ف)] کليتيکونه ناخجن ناخپلواک مورفيمونه دي، چې نحوي مانا لري، لکه د پښتو کمزوري نومځري: ژباړن[.

څرنګه چې دا متجانس يا نېژدي متجانس دي، نو دوه نور ارزښته هم لري: يو دا چې دا شخصي يا لوريزې(سمتي) اشارې دي؛ دويم دا چې دا د کليتيکونو يا مختاړو په توګه تر ځان په لوى ګړ(مورفيم) پورې تړلي وي. ځينې ژبپوهان يې آن پروکليتيک بولي(روبرتس ۲۰۰۰: ۱۰۶؛ پيت ۲۰۱۲: ۱۷، ۱۹)؛ خو نورو څېړنو ته اړتيا ده، چې د دوى مورفالوژيکي حالت روښانه کړي.

دا مورفيمونه دومره پېچلي( د دوى د څو مهالي تړاو له امله) دي، چې موږ يې د اشارو(Deictoids) تر يوې کلي نومونې لاندې راولو، چې مطلب يې دا دى، چې را، در، ور يا شخصي اشاري وي يا مکاني اشارې. د تږي(۱۹۷۷) او پيټ(۲۰۱۲) د دوو مختلفو ډلبنديو پر بنسټ يې موږ په درو ډولو وېشو. دا درې وېشه به لاندې راشي.

تږى( ۱۹۷۷: ۱۰۵ف) او پنزل(۱۹۵۵: ۸۷) د دويمګړي او درېيمګړي لپاره دوه بڼې ښيي: در او ور. تږى زورکيوال هغه (d∂r/w∂r) اشاري مخکړ بولي(چې زموږ دواړه نامستقيم نومځريز کليتيک او سمتي فعلي کليتيک رانغاړي). زورواله (dar/war) ته يې هغه (او موږ) اشاري مختاړى وايو. څرنګه چې د زور/زورکيواله توپير يوازې په خجنو خپلواکغړونو کې مطرح دى( او د اشارو په درو ډولونو کې درې هغه خج نه اخلي) او په زياترو تشريحاتو کې د اشارو دا بېلابېلو ډولونه نه راښکاره کېږي، نو موږ نه پوهېږو، چې دا واولي بدلون به څومره رښتيا او عمومي وي.

اوس به د را، در، ور درې ډوله تشريح کړو:

۱- نامستقيم نومځريز کليتيک

د نامستقيم نومځريز کليتيک په توګه را، در او ور د وستربل د مفعول په توګه د غښتلي نومځرو يا نوميزو غونډونو پر ځاى کارېږي. دا د شخص له پلوه بدلون کوي، خو د عدد او جنس له پلوه پکې بدلون نه راځي( او له همدې امله د لومړي، دويم او درېيم شخص له مخې تشخيصېږي). په دې بڼه يې تږى(۱۹۷۷) د کمزورو شخصي نومځرو او کله د کمزورو نامستقيمو نومځرو يا (وګورئ پيټ ۲۰۱۲) يا نامستقيمو کليتيک نومځرو په ډله کې راولي. دا ډول يې خج نه اخلي او يوازې له وستربلونو سره راځي، له سربلونو سره نه:

۱- اسد پېښور ته راسره ځي.

۲- کتاب مې درنه واخيست.

۳- کتاب مې ورباندې ايښى دى.

دا ډول سربلي غونډونه فعل ته مستقيم کليتيک کېږي. که وستربل پکې يو څپيز وي، بيا خج نه اخلي، خو که څو څپيز وي يا د ربط فعل له ناخجنې بڼي سره راغلى وي، بيا د وستربل دويمه څپه خجنه راځي:

۴- راسره ده.

دلته خج د (سره) په دويمه څپه راغلې.

۲- سمتي فعلي کليتيکونه

سمتي فعلي کليتيکونه له بېلابېلو فعلونو سره راځي او يو خوځښت يا لېږد/ يا د يوه څيز انتقال ښيي. په دې ډول د دلته(ماته نېژدې)، هلته(تا ته نېژدې) يا هلته(هغه، هغې يا هغوى ته نېژدې) ظرفي حالت ښيي. دا ډول يې خج نه اخلي: که فعل په بشپړه جنبه کې راغلى وي، مطلقيت يې د "و" په مختاړي سره رابرسېره کېږي. دا يې د سمتي فعلي کليتيکونو او اشاري مختاړو په بڼو کې لوى توپير دى.

۵- زه يې راغواړم.

۶- که راشې، زه به البوم درښکاره کړم.

په "راغواړم" او "درښکاره کړم" کې "را" او "در" سمتي فعلي کليتيکونه دي.

د تږي(۱۹۷۷: ۴۶) لاندې بېلګې د نامستقيم نومځريزو کليتيکونو او سمتي فعلي کليتيکونو ترمنځ نقشي توپيرونه ښيي. په دې بېلګه کې "ور" د مخکني او "را" د وروستني دنده لري. د يادونې وړ ده، چې "ور" پکې شخص(دريېمګړى: ژباړن) او "را" هغه موقعيت ته اشاره کوي، چې شخص پکې واقع دى.

۶- خوشل يو توپک ورته راولېږه.

په دې بېلګه کې په "ورته" کې "ور" درېېم شخص او په "راولېږه" کې "را" هغه موقعيت ښيي، چې ويناوال او له دې لارې پکې درېېم شخص واقع دى.

۳- اشاري مختاړي:

اشاري مختاړي هم له فعل سره راځي؛ خو يوازې له لاندې فعلونو يا هغه فعل سره چې تنه يې په لاندې بڼه وي. په دې ډول کې را، در، ور د ورپسې فعل د يوه ټوک يعنې تړليو مورفيمونو په بڼه راڅرګندېږي او د کليتيکونو غوندې بېله نحوي مانا نه لري: په دې بڼه کې که فعل په بشپړه جنبه کې راشي، را، در، ور خج اخلي او (د مخکړونو غوندې: ژباړن) يې يوازې کليتيکونه(مې، دې، يې، هم، خو، به: ژباړن) او د نفي وييکى(نه) د فعل له تنې بېلولاى شي.

۷- وړل: راوړل، دروړل، وروړل (را يې وړه، در خو به يې نه وړي: ژباړن)

۸- تلل: راتلل، درتل، ورتلل (را به شي، ور هم شي: ژباړن)

۹- کول: راکول، درکول، ورکول (را دې يې کړي، در به يې کړم، ور يې نه کړم؟: ژباړن)

۱۰- وستل: راوستل، دروستل، وروستل (را دې وست؟ در يې وله، ور نه ولې)