د راپورونو له مخې، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د دوو جلا بریدونو پرمهال پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په «ټانک» سیمه کې د وسله والو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې، په پایله کې یې دوه پوځیان او درې وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
تر دې دمه دیاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.
خو په ورته مهال، د بلوچستان د بولان ولسوالۍ په «مارګټ» سیمه کې په یوه برید کې درې پوځیان وژل شوي دي.
بلوچ آزادي غوښتوونکې ډلې د یاد برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.