د سریلانکا کورنی کرکټ لیګ چې دوهم پړاو یې ترسره کېږي ټاکل شوې وه، د راتلونکې جولای میاشتې په ۳۰ نېټه پیل شي؛ خو د کرونا ویروس د زیاتوالي له امله وځنډېد. د سریلانکا کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په سریلانکا کې د کرونا ویروس له امله عادي حالت نه دی؛ نو اړ یو چې دغه لیګ وځنډوو.
ددې لیګ لومړۍ پړاو په سریلانکا کې ترسره شو؛ خو که چېرته سږ کال په سریلانکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې همداسې زیاتې وي؛ نو ممکن چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
تېر کال په دغه لیګ کې د کریم صادق په ګډون اووه افغان لوبغاړي لوبېدلي ول.
له دې وړاندې د پاکستان سوپر لیګ هم ځنډېدلی وو.