د افغانستان لپاره د ریچارډ بنټ د ماموریت موده وغځېده

د افغانستان لپاره د ریچارډ بنټ د ماموریت موده وغځېده


  • 1 کال دمخه (12/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 444

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ماموریت تمدید شو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا ماموریت له رایې اچوونې پرته تمدید شوی دی.

په ورته مهال بیا د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو څانګې مشرې هیدر بار پرخپله ایکس پاڼه له بنټ غوښتي چې د راتلونکي کال د جون میاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې، توکمپالنې، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه راپورونه چمتو کړي.

بل لورته بینټ هم پر خپل ایکس پاڼه پر دې پرېکړې خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دی به په خپلواکه او ناپیلې توګه به د بشري حقونو  د ساتنې او پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

د یادونې وړ ده چې بنټ د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د بشري حقونو شورا له لوري په افغانستان کې د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکل شو.

که څه هم هغه په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه یو شمېر راپورونه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي؛ خو ډېری د اسلامي امارت له لوري رد شوي دي.