د خوړو نړیوال پروګرام: ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړو ته لاس‌رسی نه لري

د خوړو نړیوال پروګرام: ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړو ته لاس‌رسی نه لري


  • 3 کاله دمخه (15/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1012

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان شاوخوا ۹۸ سلنه افغانان د خوړلو لپاره کافي خوراکي توکي نه‌لري. 

دې پروګرام په خپل تازه راپور کې زیاته کړې، چې نوي حکومت کې د افغانستان مخ په ځوړ اقتصاد به د دغه هېواد وضعیت په یوه ناورین بدل کړي.

د دغې ادارې رویټرز ته ویلي‌، چې په هرو لسو کورنیو کې یې اوه له نورو خلکو خوراکي موادو پور کوي او دا کار یې نور هم د بې وزلۍ ژورو ته ټېل وهي.

د دغې ادارې یوې مسوولې تامسن فیري په خبره، بد اقتصادي وضعیت، جګړې او وچکالۍ په دې مانا دي‌ چې متوسطه کورنۍ له دغه حالت سره په ډېرې سختۍ سره مبارزه کوي. 

له بلې‌خوا امریکا په افغانستان کې بې‌وزلۍ سره د مبارزې لپاره ۴۷۴ میلیون امریکایي ډالر مرسته هم اعلان کړه، چې د مرستندویه بنسټونو له‌خوا به ولګول شي.