ننګرهار کې يو شمېر ښځينه و پر حکومت او طالبانو غږ وکړ ترڅو ژر تر ژره يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي

ننګرهار کې يو شمېر ښځينه و پر حکومت او طالبانو غږ وکړ ترڅو ژر تر ژره يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي


  • 3 کاله دمخه (24/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1133

نن په ننګرهار ولايت کې لسګونه تنه ښځينه مدني فعالانو په حکومت او طالبانو غږ وکړ چې د سولې په وړاندې شته خنډونه له منځه يوسي او ژر تر ژره یو توافق ته سره ورسیږي ترڅو دایمي اوربند اعلان کړي.

د دغې ډلګۍ مشره مقدسه احمدزۍ وايي:

څومره چې تاوتریخوالی او جګړه شدت پیدا کوي، هغومره د طالب او حکومت ترمنځ د بې باورۍ فضا ډېریږي، نو موږ له حکومت او طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي او د سولې خبرې په یو داسې توافق پای ته ورسوي چې د افغان ولس پکې خیر وي.

دا لومړى ځل ندى، چې په ننګرهار ولايت کې د ولسي خلکو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او مېرمنو لخوا د سولې د روانو مذاکراتو د ځنډ او خڼډونو په تړاو غږ پورته کېږي، بلکې لدې پخوا يې هم څو څو ځله د اوربند د اعلانېدو او د جګړې د پاى ته رسولو په پار غږونه پورته کړي دي.