د پاکستان سوپر لیګ لوبې، چې له دې وړاندې دوه ځلي ځنډېدلې وې یو ځل بیا وځڼدول شوې.
د پاکستان د کرکټ بورډ د اعلامیې له مخې ټاکل شوې وه، چې دغه لوبې به د جون په لومړۍ نېټه ترسره شي؛ خو بیا د جون پنځمې نېټې ته وځنډول شوې او تازه یو ځل بیا دغه نېټه ځنډول شوې ده. اعلامیه کې د یادو سیالیو د بیا پیل نېټه د جون نهمه ټاکل شوې ده.
په اعلامیه کې وړاندې راځي، چې د پاکستان سوپر لیګ پاتې لوبې به د جون په نهمه پیل او د جون په دوه ویشتمې نېټه به پای ته ورسیږي.
په یادو سیالیو کې د راشد په شمول نور افغان لوبغاړي هم لوبیږي.