دوو نړیوالو سرچینو خبر ورکړی، چې د ایران حکومت د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو دوه افغانان اعدام کړي دي.
هنګاو د بشري حقونو بنسټ او هرانا خبري اژانس په جلا- جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د عبدالله تاجک او عبدالمهدي رشاد امیري په نومونو دا افغانان د یاد هېواد د کرج په قزل حصار او د قم په مرکزي زندانونو کې په دار ځړول شوي دي.
یادو سرچینو نور معلومات نه دي خپاره کړي، چې دا افغانان د څه شي په تور په دار ځړول شوي؛ خو په دغه هېواد کې زیارتره وختونه د نشه يي توکو، وژنو او ځینو نورو لویو جرمونو په تور افغانان اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان (حال وش) په وینا، په ایران کې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیل راهیسې د دغو دوو افغانانو په ګډون ۶۳ تنه افغانان په دار ځړول شوي دي.