د ګذر د وکیل کور کې د وسلو نیول کیدل

د ګذر د وکیل کور کې د وسلو نیول کیدل


  • 3 کاله دمخه (18/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1164

کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د دیارلمسې ناحیې د ګذر د وکیل په کور کې یې یوه اندازه وسلې او پوځي مهمات نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي د یاد وکیل له کور څخه دوه میله کلاشینکوفونه او یوه اندازه پوځي مهمات ترلاسه شوی او یاد کس هم نیول شوی او تر څیړنو لاندې دی.

کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي تر اوسه روښانه نه ده چې یاد وکیل دغه مهمات له کوم ځایه ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې کابل او یو شمیر ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي او پړه یې هم څوک پر غاړه نه اخلي.

بل لورته نن هم د کابل ښار په ۶ او ۱۳ ناحیه کې د مقناطیسی ماین چاودنې وشوې خو تلفات نه لري.