د بودجې د کمښت له کبله د ۲ زره او ۸۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو تړل کېدل

د بودجې د کمښت له کبله د ۲ زره او ۸۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو تړل کېدل


  • 1 کال دمخه (09/08/2023)
  • کامران احمدزی
  • 461

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د زده کړو په برخه کې کافي بودجه نه لري.

یادې ادارې تېره ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د بودجې د کمښت له کبله ښايي په روانه اګست میاشت کې ۲ زره او ۸۰۰ سیمه‌ییز ټولګي وتړل شي.

خبرپاڼه کې راغلي، که حالت همداسې دوام وکړي، نو تر اکتوبر میاشت پورې به د تړل شویو ښوونځیو شمېر ۳ زره او ۳۰۰ ته ورسیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو ښوونځو له تړل کېدو سره به ۱۶۶ زرو څخه زیات ماشومان چې ۵۲ سلنه یې نجونې دي، له زده کړو بې برخې شي.

اوچا یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره می میاشت کې یونسیف ویلي وو چې د روان کال تر نیمايي پورې به د محلي ټولګیو شمېر ۱۷ زره ته لوړ کړي، چې ۶۶۰ زره نجونو او هلکانو ته به په کې د زده کړو زمینه برابره شي.