کندهار کي د مرغانو د ښکار او قاچاق په تور ۴۰ کسان نیول شوي دي

کندهار کي د مرغانو د ښکار او قاچاق په تور ۴۰ کسان نیول شوي دي


  • 4 مياشتي دمخه (01/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 103


د کندهار د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، په پنځو ولسوالیو کې یې له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ د مرغانو د ښکار او قاچاق په تور ۴۰ کسان نیولي دي.

د یاد ریاست ویاند محمد رحیم بشر دوست ویلي، دا کسان په تېر یوه کال کې په ارغنداب، شاولیکوټ، میوند، ډنډ او دامان ولسوالیو کي نیول شوي دي.

د بشردوست په وینا، د دغو کسانو له جملې څخه له ۳۶ کسانو څخه د ښکار او قاچاق نه کولو ژمنه اخېستل شوې او پاتې څلور کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د ا.ا.ا تر بیا واکمنېدو وروسته د ریاست الوزراء د یوه فرمان له مخې؛ د مرغانو پر ښکار او قاچاق بندیز ولګېده.

د معلوماتو پر اساس، تر اوسه د مرغانو ۱۴۵ ډولونه ثبت شوي او د ټولو پر ښکار بندیز لګول شوی دی.