لاریون کوونکو له بند د عمران خان  دخوشې کولو غوښتنه کړې

لاریون کوونکو له بند د عمران خان دخوشې کولو غوښتنه کړې


  • 2 اونۍ دمخه (25/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 30

اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند لاریون کوونکي وايي، یوازې له بند څخه د عمران خان خوشې کول بسنه نه کوي؛ بلکې د عاصم منیر په ګډون دې ځینې نور چارواکي هم له دندو استعفاوې وکړي.

 

دوی وايي، پاکستان د عاصم منیر او نورو چارواکو د غلطو سیاستونو قرباني شوی اوسني حکومت خلک تر پوزې راوستي.

 

بل لورته داسې راپورونه هم شته، چې ښايي په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې د پاکستان حکومت د عمران خان په اړه پرېکړه وکړي.