د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه سوال ته چې ایا ایران سره جګړه کوي د "امکان" ځواب ورکړی.
ټرمپ چې د دوهم ځل لپاره د ټایم مجلې غوره شخصیت وپېژندل شو، په دغو مراسمو کې یې د خبریالانو هغه پوښتنې ته چې ګویا ایران سره یې د جګړې امکان شته ویلي، چې هر څه ممکن دي.
د یادونې ده چې ټرمپ تردې وړاندې هم ایران ددې له امله ګواښلی وو چې سپاهې پاسداران د نوموړي د ترور په لټه کې دي.