بلېنکن: د شمالي کوریا ۸۰۰۰ سرتېري د اوکراین جنګ ته استولي

بلېنکن: د شمالي کوریا ۸۰۰۰ سرتېري د اوکراین جنګ ته استولي


  • 1 مياشت دمخه (01/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 42

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د شمالي کوریا ۸۰۰۰ سرتېري د روسیې او اوکراین جنګ کې ګډون کوي. 

انتوني بلېنکن په یوه خبري ناسته کې ادعا کړې چې ټاکل شوې د شمالي کوریا ۸۰۰۰ سرتېري د روسیې او اوکراین جنګ ته داخل شي او په راتلونکو څو ورځو کې به د روسي ځواکونو تر څنګ د اوکراین پر وړاندې وجنګېږي. 

د بلېنکن په وینا لا یې دا ځواکونه د اوکراین پر وړاندې په جنګ کې نه دي لېدلي، خو په راتلونکو څو ورځو کې یې امکان شته چې دغه سرتېري دې په یاد جنګ کې ګډون وکړي. 

نوموړي زیاته کړې چې د شمالي کوریا دا نظامیان د درنو وسلو د استعمال په برخو کې روزل شوي دي.