د خوړو او درملو ملي ادارې د جوړیدو فرمان صادر شو

د خوړو او درملو ملي ادارې د جوړیدو فرمان صادر شو


  • 3 کاله دمخه (29/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1401

د چارو ادارې د اعلان له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان په صادرولو سره د خوړو او درملو ملي اداره رامنځته کړه.

د چارو ادارې د خبرپاڼې له مخې د خوړو او درملو ملي اداره به د یو مستقل بودیجوي واحد په توګه فعالیت کوي.

د ولسمشر د فرمان له مخې محمد ابراهیم شینواری ددغې ادارې د رییس په توګه ګمارل شوی.

ابراهیم شینواری تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو د سرپرست او معین په توګه کار کړی.