اروپايي ټولنه: افغانستان کې د خپلو مرستو پر دوام له سره غور کوو

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د خپلو مرستو پر دوام له سره غور کوو


  • 2 کاله دمخه (26/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 616

سمسور نیوز (۵مرغومی۱۴۰۱) د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزېپ بورل وایي، افغانستان کې د خپلو مرستو پر دوام له سره غور کوي. 

ښاغلي بورل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ا.ا د نوي فرمان له مخې پر ښځو د کار او زده کړې بندیز له "بنسټیزو بشري حقونو ښکاره سرغړونه" او "ویروونکې" ده.

نوموړي دا پرېکړه له ټولنې د ښځو د اېستلو یوه بڼه یاده کړې ده.

اروپايي ټولنې دغه بندیزونه په کلکه غندلي او پر ا.ا یې غږ کړی، چې بشر دوستانه قوانینو ته د درناوي په موخه دې سم لاسي خپله پرېکړه بېرته واخلي. 

اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې ښځینه کارکوونکې نورو ښځو سره د مرستې په برخه کې مهم رول لري. 

اقتصاد وزارت د تېرې شنبې په ورځ په ملي او نړیوالو نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ چې دغه پرېکړه په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول وغندل شوه او له ا.ا یې د بېرته اخیستو غوښتنه هم وشوه.