بامیان کې د لرغونو اثارو ۳ قاچاق کوونکي ونیول شول

بامیان کې د لرغونو اثارو ۳ قاچاق کوونکي ونیول شول


  • 10 مياشتي دمخه (28/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 294

د بامیان امنیتي مسوولین وایي ددغه ولایت په مرکز کې د تاریخي او لرغونو اثارو ۳ قاچاق کوونکي نیول شوي.

د بامیان امنیه قومانداني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه کسان د یاد ولایت په لویه لار کې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیول شوي.

د خبرپاڼې له مخې له یادو کسانو قیمتي لرغوني او تاریخي اثار چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه یې وپلوري ترلاسه شوی.

د مسوولینو په وینا نیول شوي کسان دمګړۍ تر څيړنو لاندې دي او تر څیړنو وروسته به څارنوالۍ ته وسپارل شي.