امریکا په افغانستان کې خپل زیات پوځي تجهیزات تخریبوي.

امریکا په افغانستان کې خپل زیات پوځي تجهیزات تخریبوي.


  • 3 کاله دمخه (05/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1014

سمسور (چهارشنبه د غویي ۱۵) د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام وايي، چې تردې مهاله یې د دوو او شپږ سلنې ترمنځ ځواکونه او تجهیزات له افغانستان څخه ایستلي دي. 

دا نظامي مرکز وايي، چې نږدې ۱۳۰۰ ټوټې تجهیزات یې د دفاع لوژیستکي څانګې ته سپارلي چې تخریب یې کړي.

سنټکام وايي چې تر دې دمه یې د سي-۱۷ الوتکې د ۶۰ بارونو په اندازه پوځي وسایل له افغانستانه ایستلي دي.

دا مرکز همدارنګه زیاتوي، چې په هلمند کې یې خپل "نیو انتونیک" مرکز هم افغان ځواکونو ته تسلیم کړی دی.

امریکايي ځواکونه داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ځینو تجهیزاتو د ویجاړولو او ورانولو خبر ورکوي، چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیاء مخکې ویلي وو، چې د امریکا او ناټو ځواکونو هغه توکي چې د افغانستان ځواکونو په کار دي، نه دي تخریب کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی، چې د مۍ په لومړۍ نېټې به له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل پیلوي او د ۲۰۲۱ د سپتمبر په ۱۱ به دا لړۍ بشپړېږي.

بل لورته بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت بوږنوونکی او د اندېښنې وړ بللی دی.

ددغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ټولې ترهګریزې پېښې چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندل شوې او هغه یې غیر انساني عمل بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له نړیوالو هوکړو او معاهدو سره سم دې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا راز ویلي چې د ملکي وګړو وژل او په نښه کول نه بښل کېدونکی جنایت دی او عاملین یې باید سخته سزا وویني. 

سرچینه وایي، چې په افغانستان او نړۍ کې د ترهګرۍ هر ډول د ټولې نړۍ امنیت ته خطر دی او نړیوالو ته په کار ده چې د ګواښونو په ختمولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.