ملګري ملتونه: افغانستان کې د روان وضعیت د سمون لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د روان وضعیت د سمون لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو.


  • 3 کاله دمخه (13/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1009

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي ژان ارنو د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره کتلي دي او پر بېلابېلو مسایلو یې ورسره خبرې اترې کړې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له‌مخې، نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه، چې د افغانستان د سولې په مسئله کې دخیل دي او یا هم د دې پروسې ملاتړ کوي، د اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي او د دې غوښتونکي دي، چې ژر تر ژره جګړې کمې او یو دایمي اوربند ټنګښت ومومي. 

هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د تامین لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او تمه لري، چې روانې جګړې ژر تر ژره پای‌ته ورسېږي.

په ورته وخت کې حنیف اتمر هم د سولې په راتګ کې د نړیوالې ټولنې او په تېره د ملګرو ملتونو مرسته او همکاري اړینه بللې او ټینګار یې کړی، چې د سولې د راوستو لپاره دې خپل فشارونه ډېر کړي.