د اسیا پراختیایي بانک: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد سره خپلې مرستې کوو.

د اسیا پراختیایي بانک: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد سره خپلې مرستې کوو.


  • 3 کاله دمخه (28/04/2021)
  • خالد سهار
  • 967

سمسور (چهارشنبه د غوایي ۸) د اسیا پراختیایي بانک په یوه راپور کې ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له یاد هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. 

د افغانستان په هکله د بانک کلني راپور د خپرولو پر مهال د دغه هېواد لپاره د یاد بانک مشر ویلي، چې دوی د سولې د مذاکراتو پایلې ته په تمه دي. 

یاد بانک همداشان زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم دوی افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۱ کال کې بېرته پخوانۍ کچې ته لوړه شي.

د اسیا پراختیایي بانک د مالوماتو له مخې، چې د کرونا او امنیتي پېښو له امله په تېر ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ډېره اغېزمنه شوې ده.