سمسور نیوز (۲۴سلواغه۱۴۰۱) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغان وګړو ته د ویزې ورکړه ځنډولې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې برېتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، پرتګال، یونان، اتریش، فرانسې، ناروې، ایرلند او هالند کې د پاکستان سفارتونو او قنسلګریو ته امر کړی، چې تر بل امر پورې دې افغانانو ته د ویزې له صادرولو ډډه وکړي.
د راپورونو لهمخې ګڼ هغه افغانان، چې په اروپايي او لوېدیځو هېوادونو کې یې پناه اخیستې، د ځينو محدودیتونو په اساس نېغ په نېغه افغانستان ته تګ راتګ نهشي کولی.