کله کله څومره يوازې وي کنه

کله کله څومره يوازې وي کنه


  • 1 کال دمخه (07/08/2023)
  • رضا خشنود خرمي
  • 534

ژباړه: محب الرحمن ماليار

هغه زمونږ د دروازې تر شا راغی راغږ يې کړل  سل افغانۍ راکړه چې خمار يم ډېر خمار يم ، هرڅومره يې چې زمونږ ور ټکاوه زړه مې نه غوښتل چې ووځم او له نږدې يې حال وپوښتم .

غږونه مې اورېدل چې وېل يې؛ نن شپه يو سلګون راکړه ژمنه ده چې بيا نه راځم .

همدا نارې يې وهلې ؛ مهدې ور پرانيزه احمقه سل افغانۍ راکړه چې ځان مې خوږيږي ډېر خمار يم ډېر ستومانه يم ..

ملګری مې دوه کاله کيږي چې روږدی شوی په هغه شپه يې چې څومره ور ټکاوه زه نشوم لاړ .

اخر زما له دروازې نهيلې بېرته ستون شو.ځان سره بوږنېده او وېل يې چې؛دا باران دې نښه وي بيا دې خواته نه درځم .بيا به دې مخ هم ونه ګورم، ناځوانه دا منی دې نښه وي که بيا په دې لوري در وګرځم.

تلو تلو کې مې ورته ټولې خبرې واورېدې زړه مې ورته ډېر خفه شو طاقت مې رانغی پسې ورغلم ترشا مې پسې منډه واخيسته خواته يې نږدې شوم ورغږ مې کړل مسعوده!ودرېږه! هه واخله له سلو ډېرې واخله ، هغه را ونه ګرځېده ځړېدلی سر په تراټ روان وو خپله لار يې لنډوله ، زما لوري ته يې نه راکتل ، جامې يې ډېر خېرنې وې، بدن يې دومره خوار شوی و چې هډونه يې له ورايه ښکاريدل.سترګې يې د سر په کاسه کې ننوتې او د غربت وچکالۍ يې ان سترګو کې اوښکې وچې کړې وې ، ببر سر او ګڼ ويښتان يې يو بل کې سريښ شوي وو .

مسعود چټک ګامونه اخيستل سترګې يې په زمکه ښخې نيولې وې ځان سره يې څه وېلې له هرچا په تراټ تېرېده په خبرو کې يې درد پروت و. همداسې په تنګه تياره کوڅه کې تر باران لاندې پناه شو بيامې ونه ليده.

مسعود پخوا په نشه يي توکو نه و روږدی. رک روغ او د حساب سړی و ، بهرنيانو سره يې دنده لرله .زمونږ ملګرو کې به چې چاته د پېسو اړتيا پېښېدله نو سترګو ته به مو له هر چا وړاندې مسعود ولاړ و .

مسعود عيار او کاکه ملګری و کاکه ګي يې همدا وه چې دچا غږ يې زمکې ته نه پرېښوده ، نه يې ، نه وېل ، پلمې او بهانې يې نه وې زده.خپله ټوله شتمني به يې له يارانو ځاروله .

په يو بلاک کې يوازې اوسيده او د يوازېتوب ژوند يې غوره ګڼلی و .مسعود پېسې لرلې د کور او موټر خاوند و .

ښه مې ياد دي هغه ورځو کې به مونږ دندې نه لرلې د روزګار خاوندان نه وو د هرې جمعې شپه يې ملګري خپل کور ته ور غوښتل مونږ ته يې مېلمستيا برابروله ، چمتو کړي خواړه به يې له ښاره کورته ځان سره راوړه .

تر سهاره به مو مجلس تود و د خوړو او څښاک کمی به نه و. مونږ ټوله شپه په خوراک څښاک ، نېشو او تماشو اړوله ، سهار مهال به مسعود د پيسو ډک بيګ د ميز په سر کېښود او په خپل تکيه کلام به يې ملګرو ته غږ کړ چې ناراستو واخلﺉ هرڅومره پېسو ته چې اړتيا لرﺉ در جيګې يې کړﺉ هېڅ د شرم او کمي احساس به ملګرو کې نه وي زمونږ جيب يو جيب دی .

هو زه پوهېږم چې ټول بې خرڅه يﺉ.

د مسعود په دې خبرو به مونږ کې د پيسو اخيستو جرﺉت پېداشو ،چا پينځه زره ، چا به دوه زره او چا به يو زرګون ترې را پورته کړ .

له بده مرغه مسعود له نظره شو ، هرات کې يې چا کوچنی ورور وواژه او مسعود له ډېر کړاوه نېشو ته پناه راوړه .ترياک يې ووهل ، په ستن يې نشه يي توکي زرق کړل او ګل ځواني د نشو د اور خوراک شوه .

له کاره او له کوره وشړل شو ، موټر يې ترې واخيست .

مسعود به تر پله لاندې ، په لښتيو کې او کثافت دانيو کې پروت و.

سړی چې کله نېشو را لاندې کړ شتمني او هرڅه يې تالا ترغه شول د هماغه ملګرو د لمن نيولو په تکل راغی چې چاته يې له پېسو ډک بېګ پر مېز ايښوده .

مګر هر ملګري يې له منلو ډډه وکړه ، له ملګرتيا يې انکاري شول. هو مونږ د مسعود له شناخته هم انکار وکړ او هغه به په هماغه تکيه کلام په مونږ راغږ کړ چې ؛ ای ناراستو غلا نشم کولی لږې پېسې راکړﺉ خېر دی د يو لوګي پېسې راکړﺉ چې خمار پرې مات کړم.

هېڅ ملګري دهغه ننواتې نه اورېدې .په وروستي ځل هغه شپه زما خواته راغی وروستۍ هيله يې زما دروازه وه او څو ځل يې راته د يو سلګون ننواتې وکړې بيا به تېر ژوند ته لاړ ځان سره به يې وېل ؛ يارانو نن شپه زما مېلمانه يې راځﺉ سره کړې غوښه به درباندې وخورم او د څښاک به هم څه واخلوو .

يو څه خواږه به هم را ونيسوو مګر مسعود نه کور لاره چې ملګري په کې راټول کړي نه هم د خوړو او څښلو د رانيولو توان په کې پاتې و .

نور ستړی شو د وينا مجال يې هم بايلود له ما يې بښنه وغوښته او خوابدی رهي شو .

منی و د کابل څېره هم مړاوې وه ، په کاسو باران ورېده پوهيدم چې مسعود ډک زړه او نهيلی لاړ .نه پوهيدم چې ولې په بده ورځ مو مسعود يوازې پرېښوده ؟ هغه زمونږ لپاره بې ارزښته و اوس زمونږ ژوند جوړ و د کور ، پېسو او موټرو خاوندان وو.

کله به چورت کې لاړم فکر به مې وکړ چې زمونږ په ژوند پسرلی راغی او مسعود په مونږ کې خزان وواهه .

هغه د کابل د ژمي په سړه سيله کې چا ونه ليد ، د حال پوښتنه يې چا ونه کړه .ښايي مسعود تر کوم پله لاندې د ژوند پور پرې کړی وي ، ښا يي هغه د ژمي سړو دردونکو سړو غېږې ته د ابد لپاره پناه ور وړي وي .

د هغو شپو ياد پسې واخيستم چې د باران تر څاڅکو لاندې يې په لوړ غږ همدا خبره کوله چې ملګرو! سړی څومره يوازې وي کنه ...