دملي دفاع وزارت ویلي، چې تېره ورځ هوايي ځواکونو د اروزګان ولایت چورې ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پټنځایونه په نښه کړي، چې په پایله کې ۳۶ طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دیادو بریدونو پرمهال دطالبانو ۷ پټنځایونه یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
باید یاده شي، چې وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه دي ویلي.