سمسور نیوز (۷غوایي۱۴۰۲) د کندهار - کابل پر لویه لار يو ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور زخمیان شوي دي.
پېښه نن سهار اووه بجې په دامان ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځ ته شوې، چې مسافر وړونکی موټر له کابله کندهار ته پر لاره و.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید ویلي، په پېښه کې ژوبل شوي کسان ميروېس روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو تنو حالت نازک دی.
د معلوماتو پر اساس، په دغو ټپیانو کې یو شمېر ماشومان او ښځې هم شاملې دي.