په سويډن کې د دوستۍ فرهنگي ټولنې ښاغلو مشرانو او غړو السلام عليکم و رحمه الله!
دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې له افغانستان بهر افغانان، په داسې حال کې، چې د ژوند له ډېرو اسانتياوو بې برخې او په ورځينو کارونو کې بوخت دي، د خپل فرهنګ لپاره وخت بېلوي او کار کوي.
د ځوانو فرهنگيانو او اديبانو د درناوي، هڅونې او ستاينې په خاطر ستاسو دغه هڅه د ډېرې ستاينې وړ دی، ځکه تراوسه پورې په رښتيا هم په نړيواله کچه د يو داسې علمي او ادبي کنفرانس جوړول بې مثاله او له نوښت نه ډک اقدام دی. زه پر دې ډاډه يم، چې ستاسو دغه هڅه به ځوان افغان فرهنګيان څه په هيواد کې او څه له هيواد نه بهر، خپل فرهنګ ته د کار کولو لپاره وهڅوي.
زه تاسو ته د دغه نوښت له امله مبارکي درکوم او هيله لرم، چې د دغه کنفرانس په لړ کې د ځوانو افغان فرهنګيانو پر ستونزو ډېر تم شئ او حل لارې ورته پیدا کړئ.
په درنښت
ستاسو ورور
صديق الله بدر
د کليد ګروپ عمومي فرهنګي مسوول