په سیاست کې ټولنیز اخلاق

په سیاست کې ټولنیز اخلاق


  • 4 کاله دمخه (02/12/2020)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 1680

سیاست یو ټولنیز علم او هنر دی، خوشال بابا سیاست (( جهانداري)) بللې، څوک چې ټولنیز اخلاق نه لري او یا ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی و نه لري ، نو چې سیاسي ډګر ته را دانګي ، که په خپله علمي برخه کې هر څومره بریالی وي ، خو په سیاسي ډګر کې به نه وي. غوره مثال یې خپله همدا اوسنی جمهور رییس (اشرف غني ) دی. د ډاکتر غني فکر ، لیدلوری او ان احساس د ډاکټر عبدالله او په ټوله کې د شمالټلوالې تر بل هر مشره څو ځله ښه او د دې وطن په ګټه دی. خو په مقابل کې بیا عبدالله او د ټلوالې ځینو نورو مشرانو د خپلو پلویانو او ټولنیزو مناسباتو په پاللو کې تر غني څو ځله زیاته خپله لوړتیا ښودلې ده. غني د ملاریا ګولۍ او یا هم هغه چمبړخیال ته ورته دی ، چې ډېر تریخ او بد خوند لري او ترستوني په ډېرې سختۍ تېرېږي ، خو په ګېډه او بدن کې دننه یو شمېر پټ مرضونه په ښه ډول تداوي کولای شي، په مقابل کې بیا ټلواله او د هغې مشران د زهرو هغې ګولۍ ته ورته دي چې په شاتو کې تاوه شوې ؛ خوړل یې اسانه او خوندور دي ، خو په بدن کې په لسګونه ډوله ناروغۍ راپیدا کوي. زموږ په ټولنه کې د ګوتو په شمار خلک پر دغه نزاکت پوهېږي. هغوی چې مفکر صیب ته غوړه مالي نه کوي او ټلوالې سره په لوټ او تالان کې د ایتلاف لمن نه نیسي ، هغوی له دواړو لورو څخه تر ګواښ لاندې دي. اوس نو غني ته یوازې هغه غوړه مالان او ټامیان ورپاتې چې د دې وطن له ارزښتونو څخه ډېر لرې دي او د غني د خوشالۍ په خاطر د سرکوزۍ هغه وروستي حد ته رسېدلي دي . غني بیا د ځانپالنې او ځانخوښونې پر داسې یو ناعلاجه ناروغۍ اخته دی ، چې له غوړه مالۍ پرته یې پر بل هېڅ شي ګوزاره نه کېږي. رښتیا ویل ورته داسې دي ، لکه د توپ مرمۍ چې پرې ور خوشې کوې . هغه غوړه مالانو داسې تلقین کړی چې فکر کوي ټول ملت ورڅخه خوشاله دی، په وطن ، سیمه او نړۍ کې هېڅ بدیل نه لري ، خو پر دې لا نه دی خبر چې د رومانیې د جمهور رییس ( نیکولای چایسسکو) په شان یې ان تر سټېج لاندې خلک هم مخالف دي . اوس نو امرالله خان صالح هم د ده د کمزورۍ همدا ټکی ښه تشخیص کړی دی؛د ده مبالغه ییزو توصیفونو ته یې کار ویلی، لاس کوي او ګوړې راباسي. بله خوا بیا جمعیت او نظار شورا د مخالف او موافق په دوو رولونو کې په نوې بڼه د پخوانیو امتیازونو پر خوندیتوب سربېره نوي نوي امتیازات تر لاسه کوي. د نظار شورا لنډغر بیا هغه ماران دي چې څومره ګرمېږي خطر یې زیاتېږي. دوی نه یوازې خپل غړي پالي او خپلې ریښې ځغلوي ، بلکې د ملي یووالي د تصنعي تمثیل پوره قابلیت او مهارت هم لري او یو شمېر پښتانه سیاستوال د ملي یووالي د سمبولونو په توګه هم کارولی شي. د تمثیل دا څپه بیا هغه وخت لا پسې ګرمه شي چې یو شمېر فیسبوکي سیاستوال او نوي غوړڅڼي ځوانان هم ورسره د د دې کاذب ملي وحدت د تمثیل او اتڼ انتره تاوه کړي.د غني په مشرۍ اوسنۍ کابینې ته د ولسي جرګې د رایې اچونې بهیر د غني د برخې د حکومتي ټیم بې کفایتي او د ولسي جرګې د یو شمېر پښتنو او ملتپالو وکیلانو کمسېوادي یو ځل بیا په ډاګه کړه.له مجهولهویته (اجمل احمدي ) پرته چې باید ناکام شوی وای، غني ته منسوب نور درې نوماند وزیران هم ناکام شول. په حقیقت کې د غني د حکومتي برخې له لوري یوازې دوه وزیران بریالي شوي دي ، هغه نور چې د غني په نوم معرفي شوي، هغه هم د غني د ایتلافي ټکټ برخه وو ، چې ريښه یې بیا هم په یو ځای کې ټلوالې ته رسي.عبدالله ته د منسوبو وزیرانو له خوا د جګو رایو اخیستل که څه هم په ولسي جرګه کې د پښتنو او ملتپالو وکیلانو د تر ایستنې او له هغو سره د ژمنې ماتونې له لارې تر سره شوي ، خو بیا هم غني او ټول ملت ته ډېر تریخ او بد پیغام لري : غني ته یې بد پیغام دا دی چې د (( د ملت په کور)) کې تر غني د عبدالله تاثیر او منښت زیات دی او که دا خبره رښتیا همداسې وي ، نو بیا خو دوی د جمهوري ریاست تېرو ټاکنو ته هم نغوته کولای شي او ملت ته یې بیا تریخ پیغام دا دی چې ولسواکي او د فساد پر ضد مبارزه یو تش شعار دی ، اوس هم اساسي واک جنګسالارانو او فسادګرو سره دی ؛ چا چې ډېر خیانت کړی هغه تر هر چا د زیاتو رایو د خپلولو وس لري. غني ته خو د شرم خبره دا ده چې د ده په ټکټ کې مخابراتو وزارت ته نومانده وزیره (خاوري ) چې اصلاً د (حاجي محقق ) سهم دی او د (سرور دانش )له چینله پر مفکر صیب تحمیل شوې ، هغه په جګو رایو بریالي کېږي ، خو (رنګینه او ساپۍ )چې د ډاکتر غني مستقیم سهم و او په هېڅ وجه تر (خاوري )په سواد کې کمې نه دي ، نه بریالۍ کېږي، نو دې کې دې غني خپل ګرېوان ته سر لږ ور کښته کړي . که غني په ولسي جرګه کې په ناقانونه ډول د غزني په استازۍ (یوولس )ایرانپالي وکیلان نه وای کېنولي ، نو د غني د ټکټ یو نوماند وزیر به هم نه و ناکام شوی.خبرې ډېرې دي ، لیکنه اوږدېږي . خو خدای دې د دې ملت مل شي. شعوري ملتپالو افغانانو ته که څه هم شمېر یې کم دی ، په کار ده چې سره منسجم شي او دا وطن د مفکر او ټامیانو له وچ تکبر او لېونتوبه او د شمالټلوالې د واک له حرص او لنډغرتوبه وژغوري.په سپین لباس کې د تیارو پلویان لا بل جنجال دی ، چې تر دې دوو واکمنو فاسدو ډلو وروسته د هغوی پر وړاندې هم جلا مبارزه په کار ده.