ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو وزیر او یو بل چارواکی ممنوع‌السفر اعلان کړل

ملګرو ملتونو د لوړو زده کړو وزیر او یو بل چارواکی ممنوع‌السفر اعلان کړل


  • 2 کاله دمخه (21/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 839

سمسور (۳۱غبرګولی۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د بندیز کمېټې د ا.ا د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال سعید احمد شهید خېل ممنوع السفر اعلان کړي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د اسلامي امارت د ۱۳ نورو مشرانو د سفر د بندیز معافیت بیا، د دوو نورو میاشتو لپاره غځول شوی دی. 

د پوهنې وزارت پر مرستیال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو او پر حقاني بیا، په تحصیلي سیستم کې د محدودیتونو وضع کولو له کبله دا بندیزونه لګول شوي دي. 

دا بندیز په داسې حال کې لګول کېږی، چې ښاغلی عبدالباقي حقاني اوس‌مهال د ترکیې په سفر بوخت دی. 

د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر اوسه د دغه بندیز په اړه څه نه دي ویلي.

لس میاشتې تېرې شوې؛ خو ا.ا په کور دننه او بهر غوښتنو سره - سره هم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي.