د ماليې وزارت وايي، په تور خم ښارګوټي کې ۴۸۷ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي، چې په يوه سوداګريزه بسته کې ځای پر ځای شوي وو.
دغه سوداګريزه بسته د شمس امين په نوم د سوداګريز شرکت اړونده وه، چې له پاکستان څخه يې افغانستان ته رالېږدوله.
یاد وزارت د نیول شویو چاودېدونکو توکو نوعیت «حلوايي باروت» یاد کړی او په تړاو یې د موټر چلوونکي او یو کمېشنکار د نیول کېدو خبر ورکړی دی.