پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره غونډه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره غونډه کوي.


  • 1 کال دمخه (15/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 360

پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د پښتنو دحقونو د ترلاسه کولو لپاره غونډه روانه ده.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیریستان په میرانشا سېمه کې د پښتنو پر وړاندې د روان ظلم او ددوی د حقونو د ترلاسه کولو په موخه غوڼډه روانه ده.

دغه غورځنګ دنننۍ غونډې لپاره له شاوخوا پنځلس ورځو راهیسې کمپاینونه کړي او خلک یې یادې غونډې ته رابللي.

ویل کیږي دغه غونډه کې دپښتنو یو شمیر مشرانو او سیاستوالو ګډون کړی.

پښتون ژغورنې غورځنګ وخت ناوخت د پښتنو د حقونو لپاره دغه ډول مبارزې کوي، چې ډیری وخت یې ددغه غورځنګ د مشرانو د سر په بیه هم تمامیږي.