درانه اورښتونه؛ د هېواد یو شمېر لویې لارې وتړل شوې

درانه اورښتونه؛ د هېواد یو شمېر لویې لارې وتړل شوې


  • 11 مياشتي دمخه (03/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 418

د سالنګ لویې لارې په ګډون د بامیان ولایت اړند پوسته شش پل – حاجیګک کوتل، اقرباط کوتل، یک اولنګ - شاتو کوتل، د پنجاب ولسوالۍ – اب قول کرمان، د ګاه او سپندک کوتل، د ورس پل او قناق کوتل مسیرونه، په دایکندي ولایت کې د قناق کوتل – جوز بازار، د آبدم کوتل – خدیر ولسوالۍ، للګ کوتل – کومې کوتل لارې او د غور - کابل، لعل - سرجنګل او د غور ولایت د دولینې ولسوالۍ لار چې شپږ نورې ولسوالۍ سره نښلوي د واورې د شدید اورښت له امله د ټرافیکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

د ټول‌ګټو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت ولایتي ریاستونو د واورې پاکونې ډلې د لارو پر پاکولو بوختې دي او هڅه کېږي چې دغه لارې ژر تر ژره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شي.